د نړۍ مهم خبرونه په متن او انځور کې
د شمالي کوريا د اتومي ازموينو د بندولو په اړه غبرګونونه
د شمالي کوريا له خوا په ناڅاپه توګه د اتومي تستونو او توغنديو د ازموينو د بندولو اعلان په اکثراً مثبت ډول اورېدل شوی دی. د متحده آيالاتو ولسمشر، دونالد ترمپ، په تويتر کې وليکل چې دا ډېر ښه نوي پرمختګونه دي. د اروپايي اتحاديې د بهرنيو چارو مسئولې موګريني او د چين حکومت هم مثبت عکس العمل ښودلی دی. جنوبي کوريا د تستونو بندول «يو مهم پرمختګ وباله څو د کوريا نيمه ټاپو کې اتومي فعاليتونه ودرول شي.»